د امریکا د ولسمشر مرستیال، مایک پنس ویلي امریکا د ترهګرو لخوا د سپټمبر یولسمې نيټې پیښه نه هیروي، ځکه خو افغانستان کې شتون لري.
د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي هیڅکله به پر دغه هیواد د ترهګرو د سپټمبر یولسمې نیټې پښه هیره نکړي.
مایک پنس پنټاګون کې د سپټمبر یولسمې پیښې په اولسمه یاد غونډه کې ویلي چې امریکا د داسې پیښې د تکرار مخینوي لپاره په افغانستان کې پوځي شتون لري څو دغه هیواد یوځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نشي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم چې دغو مراسمو کې یې خبرې کولې د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ د ترهګرو پر ضد پر مبارزې ټینګار کړی دی.
د امریکا په واشنګټن، پنسلوانیا او نیویارک کې د القاعدې ډلې لخوا اولس کاله وړاندې د سپټمبر په یولسمه برید کې نږدیدرې زره تنه ووژل شول.