ټاکل شوې ده د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه له هند سره وکړي.
تر اوسه د دغې لوبې د پیلدو دقیقه نیټه نه ده اعلان شوې، خو یو شمیر هندي رسنیو د هند د کریکټ بورډ په حواله لیکلي چې دا لوبې د راتلونکي میلادي کابل په جریان کې ترسره کیږي.
د افغانستان د کریکټ بورډ ادارې هم د دې خبر تایید کړی او په خپله فیسبوک پاڼه کې یې لیکلي: "د افغانستان کرکټ بورډ له هندوستان کرکټ بورډ سره هوکړه وکړه، چې افغانستان به خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه له هندوستان سره کوي."
د هند د کریکټ بورډ اجرایي مدیر راهول جوهري منلي چې هند به د ټیسټ لوبو لپاره د افغانستان کوربه توب کوي، خو زیاته کړې چې د وخت او ځای د ټاکلو لپاره به دواړه خواوې خبرې کوي.
ښاغلي جوهري ویلي دا پریکړه له هغه وروسته شوې چې د افغانستان د کریکټ بورډ مشر او اجرایي مشر په اکټوبر میاشت کې هند ته سفر وکړ او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه څو ورسره ټیسټ لوبه وکړي.
همداشان ټاکل شوې چې د هند او افغانستان د کریکټ بورډانو پلاوی تر راتلونکې یوې اونۍ پورې دوبۍ کې سره وویني او د لوبو د ځای او نیټې په اړه وروستۍ پریکړه وکړي، خو ویل کیږي ښایي دا لوبه د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې اسټرالیا ته د هند له سفر وړاندې وشي.
افغانستان ټیسټ لوبو لپاره وړاندې له زمبابوې سره هوکړه کړې وه، خو وروسته بیا زمبابوې له افغان لوبډلې سره له لوبو ډډه وکړه.
د یادولو وړ ده چې افغانستان او ایرلینډ دواړه ټیمونه د روان میلادي کال جون میاشت کې د کریکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړل.
آیرلنډ له مخکې د پاکستان سره د روان کال په مې میاشت کې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه اعلان کړې.