افغانستان
پنج شنبه, 12 چنګاښ 1399

 

 

سیمه ییزو چارواکو وویل چې، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په اړوندو کې د کابل ـ کندهار لویې لارې په اوږدو، وسله والو طالبانو له یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر څخه دوه ښځي تښتولي دي.

... نور ولولئ

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې، هیواد یې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د اورپکو ډلې ټپلې رامنځته کړې، خو د مجاهدینو له منځه تللو وروسته، د دې ډلو ټپلو فعالیت باید پای ته رسیدلی وای. نوموړي وویل چې، لدې وروسته به د دې ډلو ټپلو ته اجازه نه ورکړي چې فعالیت وکړي او په وینا یې د دې کار د ترسره کولو لپاره د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې بشپړ ملاتړ ورسره دی.

... نور ولولئ

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکو وویل چې، په تېرو (۲۴) ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ د غزني ولایت اړوند قلعه قاضي، اسفنده , قلعه کلوخک،جنگل باغ ،قلعه آزاد خان سیمو کې نښتې شوې دي چې، له امله یې (۱۰) ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

... نور ولولئ

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په لوکزامبورګ کې داسې پریکړه لیک تصویب کړ چې، له مخې یې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د دغې ټولنې د ملاتړ پر دوام او د افغان سولې بهیر او احتمالي سولې په برخو کې د هوکړو د پلي کېدو په اړه تضمین شوی.

... نور ولولئ

امنیتي چارواکو وایي چې، په کندز، پکتیکا، غزني او کندهار ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د وسلوالو د مهمو قرارګاوو د ویجاړلو سره سربیره، د دغې ډلې مهمو کسانو په شمول (۴۲) طالب اورپکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

... نور ولولئ

درې امریکایي سرتېري او یو امریکایي قراردادي د پروان ولایت اړوند بګرام هوایي ډګر ته نږدې د ځانمرګي برید له امله ووژل شول.

... نور ولولئ

د پاکستانۍ ورځپاڼه ډیلي نیوز د قطر هیواد د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله لیکي چې، قطر د طالبانو له سیاسي استازو نه ډاډ ترلاسه کړی چې په دوحه کې د افغان حکومت له استازو سره مخامخ خبرې وکړي.

... نور ولولئ

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل چې، نن سهار د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ د مالي آمر پر رینجر موټر چاودنه شوې، چې له امله یې یوه پولیس وژل شوی او د یوه پولیس په شمول پنځه ملکي وګړي ټپیان دي.

... نور ولولئ

نشنل انټریسټ ورځپاڼه په امریکا کې د بروکینګز انستیتوت د بهرنۍ پالیسۍ د پروګرام د څیړونکي او مشر له قوله لیکي، واشنګټن اوس اړتیا لري چې، د افغانستان د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وبښي او د امریکا او افغانستان ترمنځ په معاملو کې د نوموړي موقف بیرته ورغول شي ځکه چې، په دیپلوماسۍ کې مشهوره خبره ده چې، له دښمن سره په معاملو کې، متحدین نشي بېلېدلی او ان تردې چې د بېلېدو تصور هم ونشي کړای.

... نور ولولئ

ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې، د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځمکنیو او هوایي ځواکونو د یرغلیزو عملیاتو دوهم پړاو پیل کړی، چې د تېرو ۴۸ ساعتونو په موده کې یې ۹۹ طالب اورپکي وژلي او ۳۵ نور ټپیان دي.

... نور ولولئ

1TV Afghanistan © 2019