افغانستان
پنج شنبه, 12 چنګاښ 1399

 

 

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وویل چې، تېره ورځ مازدیګر مهال د پکتیا ولایت احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو یوه ځایي قوماندان قاري عزیز یوه مېرمن د هغې له ۱۳ کلن زوی نثار سره یو ځای په دې تور وژلي چې خاوند یې په ملي پوځ کې دنده ترسره کوي.

... نور ولولئ

د سولې مشورتي لویه جرګه چې له طالبانو سره د سولې خبرواترو لپاره د چوکاټ او حدودو د تعینولو په موخه په کابل کې جوړه شوې نن جمعه له غرمې مخکې پای ته ورسېده.

... نور ولولئ

ولسمشر محمد اشرف غني نن جمعه د سولې مشورتي لویې جرګې پای غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې، افغان حکومت د روژې په درناوي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوې دوستانه او انساني ډالۍ په توګه په لسګونو طالب بندیان خوشي کوي.

... نور ولولئ

ټاکل شوې نن چهار شنبه په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو شپږم پړاو پیل شي.

... نور ولولئ

د خبریالانو لپاره د مرګونې او وېرجنې ورځې یاد غونډه نن سه شنبه د یک تلویزیون په تالار کې ترسره شوه چې، د اجراییه ریس داکتر عبدالله عبدالله، ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، لوی څارنوال محمد فرید حمیدي، دولتي چارواکو او رسنیو د مسؤلینو په شمول د شهید شویو ژورنالیستانو د کورنیو غړو پکې ګډون درلود.

... نور ولولئ

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پاکستان ته تللی څو پاکستاني چارواکي د سولې په تړاو اغیزمنو همکاریو ته اړ کړي.

... نور ولولئ

د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ځانګړي ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند د زاوې په سیمه کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې کې د درې قومندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی څلور ترهګریز مرکزونه ویجاړ شوي دي.

... نور ولولئ

د سولې مشورتي لویه جرګې نن په خپل کار پیل وکړ. د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر غني لخوا پرانېستل شوه چې، د مشرۍ چارې یې عبدرب الرسول سیاف ته وسپارل شوې. د جرګې ته د وینا پر مها ل ولسمشر غني په بین الافغاني خبرو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، هیڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې، دا بهیر غیر افغاني کړي. همهاله سیاف وویل چې، سوله راتلونکې ده او په دې برخه کې هیڅوک د افغانانو د ارادې په مقابل کې نشي درېدای.

... نور ولولئ

د غوځ ملاتړ او افغان هوايي ځوانو په هوایي بریدونو کې چې، د ځمکنیو ځواکونو په ملاتړ د بادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې ترسره شوي ، وسله والو مخالفنینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

... نور ولولئ

د ولسمشر اشرف غني په ګدون د ملي یووالي حکومت مشرانو د سولې بهیر کې د افغانستان خلکو په رهبرۍ او د شفافو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو ټینګار وکړ او د لنډ مهاله ادارې او سرپرست حکومت طرحې یې رد کړې.

... نور ولولئ

1TV Afghanistan © 2019