د بادغیس په مرکز قلعه نو کې څو تنه ځانمرګي بریدګر یوه هوټل ته د ننه شوي دي او له هغه ځایه په عامو خلکو ډزې کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، نن شنبه غرمه مهال شاوخوا ۱۲:۴۰ بجې د بادغيس ولایت په مرکز قلعه نو کې څو تنه ځانمرګي بريدګر يوه هوټل ته ننوتلي او له هغه ځایه په عامه خلکو ډزې کوي.
د رحیمي له قوله، پوليس سيمې ته رسېدلي او په خبره یې تراوسه دوه بریدګر له منځه وړل شوي او درېیم یې محاصره دی.
تردې دمه د پیښې د تلفاتو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
بشپړ جزییات ډېر ژر ...