د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر، جنرال جوزف ووټل ویلي له طالبانو سره د امریکايي چارواکو د سولې خبرو کې د افغانستان ور ګډیدل به دغه بهیر کامیابۍ ته ورسوي.
جوزف ووټل د امریکا سنا مجلس په پوځي کمیټه کې ویلی یوازې افغانان به وي چې خپل د اختلاف کیلیدي مسایل په خبرو حل کړي.
ووټل ویلي حتی له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او یا هم کمولو وروسته اړتیا ده چې د افغان ځواکونو ملاتړ وشي او هر کال له افغانستان سره څلور میلیارده ډالر مرسته وشي.
دا په داسې حال کې دي چې له تیرې ورځې راهیسې په مسکو کې د طالب استازو او یو شمیر افغان سیاستوال ترمنځ د تړلو دروازو ترشا د افغان کړکیچ د حل کولو په تړاو خبرې روانې دي.
همداشان ټاکل شوې ده چې د روانې میلادي میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د قطر په دوحه کې هم د طالب او امریکایي چارواکو ترمنځ د سولې خبرو بل پړاو پیل شي.
په ورته وخت کې د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور پاول ویلي چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت پای ته رسېدلی او باید له دغه هیواد څخه امریکايي ځواکونه بهر شي.
دغه امریکايي سناتور ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو سره باید په افغانستان کې د بیارغونې بهیر ودریږي او هغه پیسې چې په افغانستان کې لګول کیږي په امریکا کې دننه دې ولګول شي.
د امریکا ولسمشر په خپل کلنۍ وینا کې هم افغانستان کې د سولې ټینګښت په صورت کې له هیواده د خپلو پوځیانو وتلو باندې ټینګار کړی دی، خو د امریکا سنا جرګې بیا د رایو په اکثریت سره د ټرمپ دغې پریکړې سره مخالفت کړی دی.