ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو سره پر ټیلیفون خبرې کړي دي.
ولسمشرغني ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له افغانستان سره د امریکا پر دوامدارې ملګرتیا ټېنګار کړی دی.
ولسمشر غني پر ټویټر لیکلي دي چې د سه شنبې په ماښام یې له ښاغلي پمپیو سره په تیلیفون کې خبرې وکړې.
نوموړي لیکلي دي چې ښاغلي پمپیو ورته ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره يې پوځي ملګرتیا ټېنګه ده او د دایمي سولې تر راتګ پورې به روانه وي.
ولسمشر غني دغه راز وايلي چې مایک پمپیو د سولې په پروسې کې د افغان حکومت ونډه ارزښتناکه ګڼي.
هغه زیاته کړې چې ښاغلي پمپیو ورته دا خبره هم وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د را روانو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته کوي.
ښاغلي غني او پمپیو داسې مهال په تیلیفون کې غږیږي چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په قطر کې د افغان حکومت په غیاب کې د سولې خبرې کړې او بله غونډه یې د فبرورۍ په وروستیو کې ده.