افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استاز، ضمیر کابلووف د افغان سولې او د سیمې امنیتي وضعیت په اړه د خبرو په موخه پاکستان ته تللی دی.
کابلوف پرون ماښام په داسې حال پاکستان ته ورسید چې د افغانستان لانجې حل لپاره په دی ورستیو ورځو کې هڅې زیاتې شوي او همدارنګه په ورستیو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړې د چوکاټ اصل باندې سره سلا شوي دي.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی کابلووف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي او د پاکستان یو شمیر نور چارواکو سره وګوري.
له دی ټولو سره داسې ریپوټونه هم شته چې کابلوف به په مسکو کې د افغانستان سولې په تړاو د یوې بل ناستې جوړیدو په اړه له پاکستان چارواکو سره خبرې وکړي.