د امريکا د بهرنيو چارو وزير، مایک پمپیو افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان، سکاټ میلر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
مايک پامپيو په خپل ټويټر پاڼه کې لیکلي چې له جنرال ميلر سره يې په افغانستان کې د امريکا پوځي او ملکي ژمنو ټيمونو او همدارنګه د زلمي خليلزاد پر مټ د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي پامپیو دغه راز کښلي چې له افغانانو او ناټو متحدینو سره په ګډه د افغانستان د سولې په موخه هڅې کوي.
که څه هم د پامپيو او ميلر د لېدلو ځای تر دې مهاله نه دی معلوم شوی، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير وړمه ورځ په متحده عربي اماراتو کې و.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې لپاره د خپل سفر بل پړاو پيل کړی او په سر کې هند ته تللی دی.
زلمي خلیلزاد له هندي چارواکو غوښتي چې د افغانستان سولې لپاره همکاري وکړي.