ولسمشر غني د بیلابیلو فرمانونو په صادرولو سره، امرالله صالح او اسدالله خالد د سرپرست وزیرانو په توګه ټاکلي دي.
ولسمشر غني نن د خپلو فرمانونو له مخې د کورنیو چارو او اسدالله خالد د ملي دفاع وزارتونو د سرپرستانو په توګه ټاکلي دي.
په فرمانونو کې په پارلماني چارو کې د دولت له وزارته غوښتل شوي، ترڅو دغه نوماندان ولسي جرګې ته د رایو اخیستلو لپاره ور وپیژني.
امرالله صالح او اسدالله خالد حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د ملي امنیت ریاست د مشرانو په توګه دندې ترسره کړي دي.