کورنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت ټول امنیتي پرسونل له دندې ګوښه کړی دی.
دا پریکړه له هغه وروسته شوې د پاکستان سفارت امنیتي پرسونل نه په دې وروستیو کې زیات شکایتونه شوي و.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي په همدې اړه په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د پاکستان سفارت له امنیتي پرسونل ګڼ شکایتونه ورته رسېدلې دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، نصرت رحیمي ویلي ددغه سفارت د امنیت لپاره د پولیسو د ګومارل شوي شپږم ټولي ټول پرسونل یې منفک کړی دی او پر ځای به یې نوي او پاک نفسه کسان ګوماري.
د کورنیو چارو وزارت وایيچې د پاکستان د ویزې په ورکړه کې به پوره اسانتیا رامنځ ته کېږي او په دې سفارت کې به ټولې کمیشنکارۍ له منځه وړل کېږي.