د امریکا دفاع وزیر، جیمز مټيس ویلي افغانستان کې پرمختګونه د پام وړ دي خو هیواد یې افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو لپاره پروګرام نه لري.
جیمز متیس همداشان زیاته کړې چې امریکا افغانستان کې د جګړې پایته رسولو لپاره پر سیاسي حل لار تمرکز لري، خو دغه هڅې افغانستان څخه د ځواکونو د ژر ایستلو په معنې نه دي.
متیس ویلي چې د امریکا سوله غوښتونکې هڅې په یوازې د بسنې وړ نه دي او باید د سیمې هیوادونه او ملګري ملتونه افغانستان کې د سولې لپاره هڅو کې دغه هیواد سره همکاري وکړي.
دغه راز نوموړي چې واشنګټن کې یې د ریګام ملي دفاع ټولنه کې خبرې کولې، افغانستان او سیمه کې یې د بهرنیو ځواکونو شتون اړین بللی او خبرداری یې ورکړی چې که چیرې دغه ځواکونه افغانستان خوشې کړي، سیمه کې به بیاځلې ترهګرې ډلې رامنځته شي او د امریکا ملي امنیت به وګواښي.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، سولې لپاره اساسي شرط بللی دی.
طالب استازو د مسکو په ناسته کې چې تیره نوامبر میاشت کې جوړه شوې وه، په زغرده اعلان وکړ چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې به له افغان حکومت سره جګړه کوي.
دوی دا هم ویلي و چې اوس حال کې له د افغانستان حکومت سره خبرې نه کوي، بلکې کله چې امریکا د خپلو ځواکونو ایستلو لپاره مهالویش وټاکه، نو په دویم پړاو کې به د افغانستان له حکومت سره د خبرو میز ته کیني.
خو دا نه ده معلومه، چې له حکومت سره روغې جوړې وروسته به یې مشر، ملا هیبت الله د ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو رایو ګټلو لپاره ملاتړي، که له افغانانو به د امیر بالمومنین په توګه بیعت اخلي.
له دې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم قطر کې طالبانو او د سیمې یو شمیر نورو هیوادونو استازو سره له لیدنو او خبرو اترو وروسته کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د سولې په تړاو خوشبیني ښودلې وه او هیله یې کړې وه چې د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې طالبانو سره هوکړې ته ورسیږي.
خلیلزاد وړاندې له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې خپلو کې خبرو اترو لپاره خپل با صلاحیته کسان معرفي کړي.
ولسمشر غني هم د جنیوا په ناسته کې طالبانو سره د چاڼې وهلو لپاره خپل دولس کسیز پلاوی اعلان کړ.
د دغه پلاوي غړي ټول حکومتي چارواکي دي چې د ولسمشر د دفتر مشر عبدالسلام رحیمي یې مشري کوي.
د دغه پلاوي جوړښت پر وړاندې ځیني غبرګونونه هم پورته شوي دي.
یو شمیر سیاسي کارپوهان، د ولسي جرګې غړو او د مدنې ټولنې استازو دغه پلاوی طالبانو سره خبرو لپاره ناتوانه وباله.
تردې چې د دغه پلاوي یو غړی عبدالحکیم منیب د پنجشنبې په ورځ وویل دغه پلاوي کې له خپل غړیتوب هیڅ خبر نه و، بلکې د رسنیو له لارې په دې پوه شو، چې طالبانو سره خبرو لپاره غوره شوی دی.
ولسمشر د جنیوا په ناسته کې طالبانو سره د سولې طرحه هم اعلان کړه، چې په وینا یې پنځه کاله موده په بر کې نیسي.
خو ځيني شنونکي وایي د ولسمشر د سولې طرحه او د مرکچي پلاوۍ جوړښت د دې ښکارندویي کوي چې حکومت د افغانستان سولې لپاره هیڅ اراده نه لري.
بله خوا د ولسمشر ویاند د دغو غبرګونو په ځواب کې ویلي چې ولسمشر د دغه پلاوي د غړو په ټاکلو کې پوره صلاحیت لري.