په تېری اونۍ کې دوه څلويښت پوځي سرتیري او درې اويا ملکي افغانان د ترهګرو په بريدونو کې وژل شوي دي.
نيويارک ټايمز په خپل راپور کې د پوځيانو او ملکيانو مرګ ژوبلې ته په اشارې سره ویلې چې د نومبر له شپاړلسمې څخه تر شلمې پورې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو له امله يو سل پنځه پوځي او ملکي افغانان وژل شوي دي.
عين وخت کې د امريکا د نورو رسنيو په راپورونو کې راغلي چې په دوه زره اتلسم کال کې د تيرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د امريکا له لورې د طالبانو او داعش ډلې پر پټنځايونو زياتې بمبارۍ شوي دي.