دافغانستان اوپنر او ویکټ ساتونکی لوبغاړی شهزاد محمدي په پاکستان کې د یوه ځايي کلب لوبډلې سره د لوبېدو له کبله درې سوه زره افغانۍ نغدي جریمه شو.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس شکر الله عاطف مشعل پرون په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل چې د کریکټ بورډ هېڅ کارکونکی او لوبغاړی د بورډ له اجازې پرته په لوبو کې برخه نه شي اخیستلای.
دا پریکړه له هغه وروسته شوې چې د پاکستان په یوه ځایي کلب کې د شهزاد محمدي لوبیدو په ټولنیزو رسنیو کې د هیوادوالو توند غبرګونونه وپارول.
کریکټ بورډ هغو لوبغاړو ته هم خبرداری ورکړی چې کورونه یې بهر دي، چې تر راتلونکې یوې میاشتې خپلې کورنۍ هیواد ته انتقال کړي او که داسې ونه کړي، قرارداد به یې لغو کړي.