د نهم سرحدي کنډک موظفينو وايي چی په اچين ولسوالۍ کې يې د ماین جوړیدل یو مرکز او زياته اندازه چاوديدونکي توکي او وسلې ترلاسه کړي.
دننګرهار والي وياند٬ عطااله خوګياني وايي د نهم سرحدي کنډک موظفينو د اچين ولسوالۍ په مامند سيمه کې د کشفي راپورونو پر اساس دغه عمليات ترسره کړي چې پر مهال يې هغه سيمه کشف کړې ،چې د وسايطو ضد ماينونه به پکې جوړيدل .
د عملياتو پر مهال د نهم سرحدي کنډک موظفينو لسګونه کيلو ګرامه سلفر، سلفيټ ،امونيم نايتريت چاويدونکي مواد ، نولس غټ او واړه ريموټ کنټرول ،نهه ميله بيلا بيلې وسلې ،۵۷۰ دانې پټاقۍ ،يواندازه سپين باروت او په زياته اندازه برقي سامان الات چي په چاودنو کې ترې ګټه پورته کيږي نيولي .
نوموړی وايي هغه کور چې دغه ماينونه او وسلې پکې ترلاسه شوي د اچين ولسوالۍ د مامند درې په يوه غرنۍ سيمه کې موقعيت لري ، چې په سيمه کې د داعش ډلې د حضور پر مهال ترې اصلي استوګن کډه شوي او د مګړۍ د مخالفينو په کنټرول کې و.
غېرې قانوني درمل نیول:
له بلی خوا، همدې ولایت کې د ملي امنیت مؤظفینو د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې په مربوطاتو کې په یو عراده مازده موټر کې ځای پر ځای شوي د شل میلیونه پاکستانیو کلدارو په ارزښت ۵ سوه کارټنه بې کیفیته،تاریخي او غېرې قانوني درمل،چې په قاچاقي ډول دې ښار ته را لیږدول شوي وو، ونیول.
د معلوماتو له مخې، یاد درمل د دې ولایت د دوربابا ولسوالۍ ګوړوکو سیمې ته لیږدول کیدل،ترڅو په هغه سیمه کې په جعلي پاکټونو کې ځآی پر ځای او ور باندې د بېلابېلو کمپنیو په نومونو جوړې شوې لیبلې یا نښې ولګول شي.
د دې درملو لیږدونکو پلان درلود،ترڅو په دوربابا ولسوالۍ کې د یادې چارې د ترسره کولو وروسته یاد درمل بېرته جلال اباد ښار او نورو سیمو ته د پلور په موخه را ولیږدوي او د معیاري او کیفیت لرونکو درملو په نوم یې بازار ته وړاندې کړي،چې مخکې تر مخکې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ونیول شول .
عطاالله خوګياني وایی چې د یادو درملو د لیږد په جرم موټر چلوونکی نیول شوی او ډیر ژر به د قضیې اصلي عاملین هم پیدا او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
خبریال: تقی الله تقی